د اوکراین پلازمینه کیف د روسېې د یرغل  او بریدونو تر سیوري‌ لاندې د درې هیوادونو لومړي‌ وزیرانو کوربه توب ته چمتوالی نیسي

0
165

 د اوکراین پلازمینه کیف د روسېې د یرغل  او بریدونو تر سیوري‌ لاندې د درې هیوادونو لومړي‌ وزیرانو کوربه توب ته چمتوالی نیسي

هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې لیکلي‌ دي‌ چې ” د پولنډ د لومړي‌ وزیر ماتې وش موراوسکي، د لومړي‌ وزیر مرستیال  یروسواف کاچینسکي  او سلوانیا لومړي‌ وزیر یانز جانشا  سره په ګډه نن د اوکراین پلازمینې کیف ته سفر کوو.”

(2022 / 3 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چک جمهوریت لومړي‌ وزیر پیتر فیالا وویل چې د سلوانیا او پولنډ د لومړي‌ وزیرانو سره په ګډه به  د اوکراین پلازمینې کیف ته سفر وکړي.

هغه وویل چې درې واړه لومړي‌ وزیران به په پلازمینه کیف کې د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي‌ سره وویني.

د ویلو ده چې د چک جمهوریت، پولنډ او سلوانیا لومړي‌ وزیران د اروپا د شورا په استازیتوب د یو نوښت په ترسره کولو  په خاطر اوکراین ته د سفر پریکړه کړې ده .

اوکراین ته ددې لومړي وزیرانو د سفر پریکړه د چک جمهوریت لومړي‌ وزیر د خپل ټویټر پاڼې له لارې اعلان کړه.

Leave a reply