د اوکراین لوی درستیزوالۍ د روسي ځواکونو د ځاني او مالي تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه

د اوکراین لوی درستیزوالۍ د روسي ځواکونو د ځاني او مالي تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه
همداشان ددې سربیره اوکرایني ځواکونو د روسیې د یرغلګرو ځواکونو ۸۱ جنګي الوتکې، ۹۵ جنګي چورلکې، ۴۰۴ ټانکونه، ۱۲۷۹ زغروال نقلیه وسایط ، ۱۵۰ توپونه، ۶۴ راکټ انداز دستګاوې او ۳۶ هم د هوايي دفاعي توغندیو دستګاوې او سیستمونه له منځه وړي دي.
(2022 / 3 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین لوی رستیزوالۍ ویلي دي د فبروري په ۲۴ مه نیټه د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پيل د ورځې راهیسې د مارچ تر ۱۵ مې نیټې پدې ۱۹ ورځو کې څه باندې ۱۳۵۰۰ تنه سرتیري د لاسه ورکړي دي.
همداشان ددې سربیره اوکرایني ځواکونو د روسیې د یرغلګرو ځواکونو ۸۱ جنګي الوتکې، ۹۵ جنګي چورلکې، ۴۰۴ ټانکونه، ۱۲۷۹ زغروال نقلیه وسایط ، ۱۵۰ توپونه، ۶۴ راکټ انداز دستګاوې او ۳۶ هم د هوايي دفاعي توغندیو دستګاوې او سیستمونه له منځه وړي دي.
ددې ترڅنګ د روسي ځواکونو ۶۴۰ نقلیه وسایط، ۳ کوچنۍ ګړندۍ کښتۍ، ۶۰ د تیلو ټانکران او ۹ هم بې پيلوټه الوتکې له منځه وړي دي.
د بله پلوه روس ځواکونو په پلازمینه کیف کې په یو اپارتمان د توپخانې برید کړی چې په نتیجه کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اوکراین د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د روس یرغلګرو ځواکونو لخوا په پلازمینه کیف کې په یو اپارتمان د توپخانې برید شوی چې په نتیجه کې ۲ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ویلو ده چې روس ځواکونو په ځانګړې توګه په پلازمینه کیف کې پر ملکي میشتو سیمو بریدونو کچه لوړه کړې ده






