د ترکمنستان ټاکنې؛ د یاد هېواد د ولسمشر زوی د ټاکنو ګټونکی شو 

0
66

د ترکمنستان ټاکنې؛ د یاد هېواد د ولسمشر زوی د ټاکنو ګټونکی شو 

تیره میاشت قربانقلي بردي محمداف اعلان وکړ چې غواړي نوي نسل او ځوانانو ته په سیاست کې ځای ورکړي. تر دې اعلان وروسته د ترکمنستان حاکم دموکراتیک ګوند په لنډ وخت کې د دې هیواد د راتلونکي ولسمشر په توګه د هغه ځوی سردار بردي محمداف نوماند کړ.

(2022 / 3 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترکمنستان ځايي رسنیو لیکلي، چې د ترکمنستان ولسمشر زوی قربانقلي بردي محمدوف زوی سردار په دې هېواد کې ولسمشریزې ټاکنې ګتلې دي.

د راپورونو له مخې، سردار بردي‌محمدوف شاوخوا ۷۲ سلنه رایې ګټلي او د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

په دې هېواد کې ټاکنې د شنبې په ورځ د مارچ په ۱۲مه نېټه ترسره شوې.

د ترکمنستان اوسني ولسمشر قربانقلي بردي محمداف د ۲۰۰۷م کال راهیسې د دې هیواد مشري پرغاړه درلوده.

Leave a reply