ایمپایر پاکستان سره دې: شیخ رشید

0
128

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو وزير شيخ رشيد وئيلي دي چې امپائر پاکستان سره دي اؤ څوک چې دپاکستان په اړه انديښنې لري هغوي ته پکار دي چې خپل مسئلې په دوه اړخيزه مفاهمت سره هواري کړي.
شیخ ویلي دي چې د هغه دډيموکراسۍ پلوي دى اؤ هغه د پاکستان لپاره سوچ کوي او د پاکستان لپاره هڅې کوي. لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې شيخ رشيد اوويل چې اپوزيشن په تيرو څلورو کالو کښې ګډوډي خپره کړې ده۔

هغه وويل په ډي چوک کې به وضعيت تر کنټرول لاندې راوستل شي او که چرې کومه حادثه وشوه نو مخالف ،اپوزیشن به يې ذمه وار وي. شیخ رشید ویلي چې د عمران خان حکومت نه ځي او د هغه څلور کاله پوره شوي، شیخ زیاته کړه چې زه د پنجاب په سیاست نه پوهیږم او هلته سیاست نه کوم.د کورنیو چارو وزیر وویل چې د مارچ 30 مه پورې به یوه مصروفه اونۍ وي.

هغه اوویل چې مولاجټ سیاست به کار ونکړي، هغه زیاته کړه چې په ۲۳ مارچ که راشۍ نو دوی لپاره به بشپړه امنیت ورکړي.

Leave a reply