اوکراین: تر دې دمه مو ۱۳ زره عسکر د روسیې ضد جګړه کې وژل شوي

اوکراین: تر دې دمه مو ۱۳ زره عسکر د روسیې ضد جګړه کې وژل شوي
زیلنسکي زیاتوي چې روسیه به هېڅ وخت د اوکرایني وګړو پر زړونو حکومت و نه شي کړی او په خبره یې دوی به کېف هم ونیسي خو د خلکو په منځ کې ژوند نه شي کولی او د اوکراین خلک یې پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.
(2022 / 3 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اوکراین وایي تر دې دمه له روسیې سره په جګړه کې شاوخوا ۱۳ زره اوکرایني عسکر وژل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د روسیې بریدونه ډېر شوي او دوی ان پر عامه ځایونو بریدونه او بمبارۍ کوي.
زیلنسکي وایي د روسیې په برید کې تر دې دمه شاوخوا ۱۳ زره اوکرایني عسکر او څو زره روسي عسکر وژل شوي دي.