امنیتي ځواکونو پنجشیر کې زیاته اندازه درندې وسلې نیولې دي
امنیتي ځواکونو پنجشیر کې زیاته اندازه درندې وسلې نیولې دي
د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته امنیتي ځواکونو په پنجشیر ولایت کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات له سمڅو څخه را ایستلي وو چې بیا وروسته کابل ته را ولېږدول شول.
(2022 / 3 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کابل نیوز راپور ورکړی دی چې د افغانستان ا.ا ځواکونو په پنجشیر ولایت کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال زیاته اندازه درندې وسلې او میزایلونه کشف او تر لاسه کړي دي.
امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا لومړی ځل دی چې امنیتي ځواکونه د چاڼیزو عملیاتو پر مهال په دې کچه درندې وسلې تر لاسه کوي.
د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته امنیتي ځواکونو په پنجشیر ولایت کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات له سمڅو څخه را ایستلي وو چې بیا وروسته کابل ته را ولېږدول شول.