د بهرنیو چازو وزارت سرپرست وزیر چين کې د افغانستان پۀ اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي

0
100

د بهرنیو چازو وزارت سرپرست وزیر چين کې د افغانستان پۀ اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي 

تر دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو،  ټاکل شوې چې د افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه راتلونکې میاشت په چین کې سره کینې او په افغانستان کې د وروستی اقتصادي او بشري وضعیت په اړه خپلې څرګندونې ولري.

 

(2022 / 3 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو په ژورو اړیکو، سیاسي او اقتصادي موضوعاتو، همدارنګه د رواني میاشتي په پای کې په چین هیواد کې د سیمي د بهرنیو چارو د وزیرانو د ناستې او پکې د ګډون په اړه بحثونه وشول.

امیرخان متقي د چین سفیر ته ویلي، چې په دې غونډه کې به ګډون کوي او هیله لري پایلې یې مثبتې وي.

تر دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو،  ټاکل شوې چې د افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه راتلونکې میاشت په چین کې سره کینې او په افغانستان کې د وروستی اقتصادي او بشري وضعیت په اړه خپلې څرګندونې ولري.

په دې دې غونډه کې به ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، چین او په خپله پاکستان ګډون وکړي.

Leave a reply