فلسطین کې د هند د سفیر مړی پخپل کاري دفتر کې پیدا شوی 

0
174

فلسطین کې د هند د سفیر مړی پخپل کاري دفتر کې پیدا شوی 

په ورته وخت کې د هند او فلسطین چارواکو ویلي چې دوی د دغې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي او پایلې به یې پر وخت له رسنیو سره شریکې کړي.

 

(2022 / 3 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په فلسطین کې د هند هېواد سفیر په خپل دفتر کې مړ موندل شوی دی.

فلسطیني چارواکو ویلي چې د هندي سفیر مړی یې پرون په خپل دفتر کې په داسې حال کې موندلی دی چې خپلې څوکۍ ته څېرمه په عادي حالت کې پروت و.

دوی ویلي چې تر اوسه پورې یې د دې ناڅاپي مړینې په اړه کوم شواهد نه دي موندلي.

په ورته وخت کې د هند او فلسطین چارواکو ویلي چې دوی د دغې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي او پایلې به یې پر وخت له رسنیو سره شریکې کړي.

Leave a reply