امریکایی سناتور ویلي پوټن دې قتل کړي شي

باغی ټي وي رپورټ
روسیې په ماسکو کې د امریکا سفیر جان سلیوان ته احتجاج کړې دې چې د روسیې د ولسمشر پوټن په اړه د امریکايي سناتور لانس ګراهام د څرګندونو په اړه خپل اعتراض ثبت کړي.
د بهرني خبري اژانس له مخې روس د امريکايي سناتور په بيان احتجاج ريکارډ کړی او احتجاجي ليک يې د امريکې سفير ته سپارلی دی .
د یادونې ده چې ذکر شوي امریکایی ستاتور څو ورځې وړاندې داسې بیان کړې وو چې د روس اولس مشر دې قتل کړې شې.
د جیو رپورټ مطابق د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعتراضیه لیک کې ویلي چې روس د امریکا د دغه سناتور څرګندونې په سختو ټکو کې غندي او پر وړاندې یې د کوټلي ګامونو نه پورته کول به د روسیې او امریکا پر اړیکو لا زیاتې ویجاړونکې اغیزې کړي او د روس او امریکا اړیکې به نورې هم خرابې شي.






