پخواني وزیراعظم میانواز شریف او مولانا فضل الرحمان په ټیلیفون خبرې کړي دي

باغي ټي وي رپورټ
د اپوزیشن اتحاد پاکستان ډیموکریټک غورځنګ او د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف ترمینځ ټیلیفوني خبرې شوي دي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق ، سرچينو ترمخه په ټيليفوني خبرو کې دوزيراعظم په ضد دبې اعتمادۍ تحريک په موضوع هم خبرې شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې دواړو مشرانو د نمبر ګیم په اړه د اطمينان څرګندونه وکړه.
سرچينې وائي مولانا فضل الرحمان نوازشريف ته دحزب اختلاف دپرمختګ په اړه بريفنگ ورکړو او دواړو مشرانو دموجوده حکومت څخه زر تر زره ددې قوم د خلاصولو په اړه اتفاق وکړو.
ياده دې وي چې اپوزيشن د حکومت خلاف د عدم اعتماد تحريک اعلان کړې وو او دوه ورځې وړاندې مولانا فضل الرحمان په ٤٨ ساعتونو کې د دې په اړه ولس ته د ښه خبر ورکولو اعلان کړى وو.






