پیښور کې داسې تن نیول شوي چې د وسلې په زور به ی خلقو څخه روپې اخستې

باغی ټي وي رپورټ
دپيښور کينټ په شان حساسه سيمه کې یو داسې تن نيول شوى چې په يو شمير پيښو کې ککړ دى. نیول شوي تن په اړه ویل کیږي چې د وسلې په زور به خلقو نه غلا کوله.
د پولیس له لوري جاري شوی بیان کې ویل شوي چې نیول شوي تن د لومړنيو پلټنو پر مهال په ګڼو پېښو اعتراف کړی او د نورو ملګرو نښې ی هم ورکړي، پولیس ددې کسانو د نيولو لپاره ځانګړې ډله هم جوړه کړې ده او د نیولو لپاره چاری پیل شوي دي. د نیول شوی تن څخه ې په د بېلابېلو پېښو پر مهال تښتول شوي ۱۲ قيمتي موبايلونه ترلاسه شوي، پولیس بیان وایی چې دا موبایلونه به اصلي مالکانو ته حواله کړې شي.




