لنډیکوتل کې د دیني مدرسې زده کوونکو دستاربندۍ دستوره شوې

د لنډیکوتل سیمې ځوان عالم دین عبدالقادر قاضي
باغی ټي وي رپورټ
په لنډي کوتل کی د الحاج معروف خان شینواری کلی بر پیروخیل د دستاربندی دستوره ترسره شوه، په دستوره کې ګنړ شمیر د اسلامي مدرسې زده کوونکو، مقامي خلقو او دیني عالمانو ګډون وکړو.
په دې مبارکه غونډه کې د نامتو دیني عالم ولی کامل شیخ القرآن مولانا نور الهادي چې په صاحب حق شاه منصور باباجي مشهوردې، شیخ القرآن مولانا اسدالله مظهري، شیخ القرآن و حدیث مولانا ضیاء الحق ،حقيار، مولانا بهار علي او مولانا عبدالقادر قاضي په شان ګنړ شمېر دیني عالمانو ګډون وکړو.
په دغو مراسمو کې ۲ حافظان، قاري جمال نوراني او قاري توصیف بسطي، ۱ فاضل او د ناظره قرآن زده کوونکي دستار بندي ترسره شوه.
په دې موقع علماء کرامو د قرآن کریم فضائل او په ټولنه کښې د مسلمانانو د مشکلاتو د حل لارې چارې د قرآن کریم او احادیثو په رڼا کښې بیان کړې چې د غونډې ګډونوالو ترې ګټه واخسته.






