د پاکستان خارجه پالیسي، وزیراعظم د یوې غونډې په ترڅ کې مهمه پریکړه کړې ده

File Photo
باغي ټي وي رپورټ
نن د چهار شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې شوې يوه مهمه غونډه کې حکومت د خپلواکه او آزاده بهرنۍ تګلارې پرمخ وړلو پرېکړه کړې ده.
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د امنيتي چارو په اړه غونډه وشوه چې پكښې سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې مهمه غونډه کې د هېواد پر امنيتي وضعيت هم خبرې وشوې او پر ملي امنيت او نورو مهمو موضوعاتو يې هم ټینګار کړې دې.
سرچينې زياته کړې، چې په دې ليدنه کې د سيمې د حالاتو په اړه ستراتيژيکې مشورې هم وشوې او مهمې پرېکړې وشوې.حکومت پریکړه وکړه چې یوه خپلواکه بهرنۍ تګلاره باندې لاړ شوی او عمل پرې وکړي، په دې مهمه غونډه کې د روسیې د اوکراین کړکیچ په اړه هم ټینګار شوې دې او دا شخړه ی د خبرو اترو له لارې د هوارولو باندې زور ورکړې دې.






