باغی ټي وي رپورټ
د کوټې ښار په فاطمه جناح روډ د چاودنې غږ اورېدل شوی، د راپورونو له مخې چاودنه د پولیسو یوه موټر ته څېرمه شوې ده.

د جیو نیوز رپورټ مطابق د کوټې ډي آئي جي فدا حسين وئيلي دي چې په فاطمه جناح روډ باندې دا بمي چاؤدنه د ايښودل شوي بارودي مواد (IED) وه، په چاودنه کې د دوه نيم نه تر درې کلو پورې بارودي مواد کارول شوي دي.
د روغتون د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي، چې د شپږو تنو روغتیايي حالت نازک دی.
ډي ايس پي اجمل سدوزى هم په فاطمه جناح روډ بمي چاؤدنه کې شهيد شوى دى.
په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان د دريو تنو جسدونه ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي او له چاودنې وروسته په نږدې دوکانونو کې اور ولګېد چې تر کنټرول لاندې راوستل شو.

پولیس او د قانون پلي کونکي د نورو معلوماتو راټولولو لپاره د پیښې ځای ته رسیدلي دي. دپوليسو ترمخه فاطمه جناح روډ اؤ شاوخوا سړکونه دترافيکو پرمخ تړل شوي دي.

Leave a reply