په خیبر کې د ونو کرلو کمپاین دوام لري

0
145

باغی ټي وي رپورټ
د خېبر ضلعې انتظاميې او د خېبر ځنګلاتو محکمي په همکارۍ په خېبر ضلع کښې د پسرلي ونې لګولو کمپاين دوام لري، د خېبر ضلعې ايډيشنل ډپټي کمشنر خېبر نور ولي خان د باړه تحصیل په اکاخېلو سیمه کې د ونو لګولو مهم پیل کړي دې .
د خېبر ضلعې انتظامیې تر څارنې لاندې د باړې په اکاخیل انزر تالاب سیمه کې د خېبر ځنګلاتو څانګې په همکارۍ د ونو لګولو کمپاین پیل شوی دی.
د خیبر ضلعې ايډيشنل ډپټي کمشنر خيبر نور ولي خان ، د ځنګلاتو محکمي کنزرويټر فضل الهي، ډپټي چيف کنزرويټر حضرت مير، ډويژنل فاريسټ افسر شکيل خان، سب ډويژنل فاريسټ افسر رحيم خان، بلاک افسر اعجاز احمد او د ګورنمنټ هائي سکول اکاخېل استاذان هم د کمپاین د پیل کیدو په دستوره کې موجود وو. په دی موقع طالبعلمانو او علاقائي مشرانو په زیات شمیر کښي ګډون اوکړو او ونې ی وکرلې.

Leave a reply