پاکستان سفیر په کابل کې د اروپایی هیواد د سولې لپاره د انستیوت مشر سره لیدلي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سفیر منصور احمد د افغانستان په پایه تخت کابل کې د پاکستان په سفارتخان کې د سولې لپاره د د اروپا د انستیتوت مشر سره یوه مهمه غونډه کړې ده.
د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلي دي چې په کابل کې ی د پاکستان په سفارت کې د سولې لپاره د اروپا د انستیتوت له مشر مایکل کیټینګ سره ملاقات کړې دې.
نوموړي په ټویټ کې وایی چې په دې مهمه غونډه کې ی مایکل سره په سیمه کې یې د سولې او ثبات د هڅو او له افغانستان او خلکو سره د بشري او اقتصادي همکاریو په اړه مهمهې خبرې کړي دي .
د یادونې ده چې د اګست د ۳۱ نیټې کال ۲۰۲۱ راهسې کله چې امریکایی او نیټو فوځونو د افغانستان څخه اووتل او افغانستان د اسلامی امارت په کنټرول کې راغي نو د پاکستان سفارت د هغه ورځې نه دې تړل شوي او پاکستان سفارت او د سفارت اهلکار شپه او ورځ د افغانستان څخه د امریکایی فوځیانو او نور بهرني هیوادونو د واپس وتلو کې بشپړ همکاري کوي ، په زرګونو شمیر کې بهرنی هیوادونو وګړي او فوځیان د پاکستان له لارې بهرني هیوادونو ته ورسول شول.
د پاکستان ددې هڅو ستاینه نیټو او امریکایی چارواکو هم کړې چې پاکستان د افغانستان څخه د انخلا په مهال ډیره زیاته همکارۍ کړي ،د بهرني هیوادونو وګړو واپس تګ ی په ښه توګه ترسره کړې او د بهر هیوادونو وګړي خپلو هیوادونو ته رسیدلي دي.
Met Michael Keating of European Institute for Peace at Pakistan Embassy Kabul and had discussions on the efforts for peace and stability in the region and humanitarian and economic cooperation with Afghanistan and its people @ForeignOfficePk @PakinAfg pic.twitter.com/ONPvOhoTlB
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) March 2, 2022