روس ځواکونه د اوکراین د خارکوف ښار ته داخل شول

روس ځواکونه د اوکراین د خارکوف ښار ته داخل شول
اوکرایني مقاماتو وویل چې پدې بریدونو کې تر اوسه پورې ۱۹۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په سلګونو تنه ټپیان شوي دي. په قربانیانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
(2022 / 2 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خارکوف والي اولګ سینګوبوف وویل چې نن یکشنبه د فبروري ۲۷ مه نيټه د سهار په ساعتونو کې روس ځواکونه دې ښار ته راننوتي دي. هغه د خلکو نه د کورونو د نه وتو او په خوندي ځایونو کې د پاتې کیدو غوښتنه وکړه.
همداشان د اوکراین د کورنیو چارو د وزارت یو تن سلاکار هم خارکوف ښار ته د روس ځواکونو د داخلیدو نه خبر ورکړی وو.
همداشان د ټولنیزو رسنیو له لارې ښار په سړکانو د روسي ځواکونو د موټرو تیریدو فلمونه هم خپاره شوي دي.
د روسیې لخوا د اوکراین په مختلفو ښارونو هوايي او د توغندیو بریدونه دوام لري.
د اوکراین په پلازمینه اوکراین کې نن د سهار په ساعتونو کې د قوي چاودنو د غږونو د واوریدل کیدو نه وروسته بریدونه پيل شول.
د ویلو ده چې اوکراین تیره ورځ د روسیې لخوا پدې هیواد د روان یرغل په نتیجه کې د ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.
اوکرایني مقاماتو وویل چې پدې بریدونو کې تر اوسه پورې ۱۹۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په سلګونو تنه ټپیان شوي دي. په قربانیانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.






