اوکراین سره د روسیې مرکچي پلاوی بلاروس ته رسېدلی

اوکراین سره د روسیې مرکچي پلاوی بلاروس ته رسېدلی
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې دوی له اوکراین سره د ستونزو د حل په موخه یو مذاکراتي پلاوی ټاکلی دی او یاد پلاوی بلاروس ته رسېدلی هم دی.
(2022 / 2 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې ویلي چې له اوکراین سره د وروستي کړکېچ د حل په موخه یې یو پلاوی بلاروس ته رسېدلی دی.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې دوی له اوکراین سره د ستونزو د حل په موخه یو مذاکراتي پلاوی ټاکلی دی او یاد پلاوی بلاروس ته رسېدلی هم دی.
سپوټنیک اژانس راپور ورکړی دی چې په دې مرکچي پلاوي کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د کرملین ماڼۍ استازي برخه لري.
د یادونې ده چې پرون اوکراین د روسیې د اوربند وړاندیز ومنل او د خبرو له لارې یې د مسائلو پر حل ټینګار وکړ.






