د استرالیايي پوځ جنګي جنایتونه؛ افغانستان کې مو یوازې وژل پېژندل

د استرالیايي پوځ جنګي جنایتونه؛ افغانستان کې مو یوازې وژل پېژندل
تر دې وړاندې د بشري حقونو ګڼو فعالو بنسټونو او استرالیايي رسنیو په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو له وحشیانه کړنو، ملکي وګړو د وژلو او نورو جنګي جنایتونو پرده پورته کړې وه.
(2022 / 2 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د ماموریت پر مهال ځينې استراليايي ځانګړو ځواکونو یوازې وژل پېژندل.
په استرالیا کې د استرالیايي ځواکونو د یوې محاکمې عیني شاهد ویلي، د ځانګړو ځواکونو ځینې غړو ورته ویل چې دوی یوازې وژل پېژني.
دغه عیني شاهد چې افغانستان کې د ماموریت پر مهال د پوځ غړی و، وايي د استرالیا ځانګړو ځواکونو په وحشیانه توګه ملکي وګړي په نښه کول او ددې وژلو امر یې هم له خپلو ځینو افسرانو اخیست.
استرالیايي پوځيان بیا وایي چې دا د دوی پر وړاندې د رسنیو پيل شوي تبلیغات دي او هېڅ ډول سند په دې اړه نشته دی.
تر دې وړاندې د بشري حقونو ګڼو فعالو بنسټونو او استرالیايي رسنیو په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو له وحشیانه کړنو، ملکي وګړو د وژلو او نورو جنګي جنایتونو پرده پورته کړې وه.
په همدې تړاو په استرالیا کې د ځينو هغو سرتېرو او افسرانو محاکمه روانه ده چې په دې جنایتونو کې یې لاس درلود.





