اوکراین کې د وروستیو جګړو لۀ امله ۶۴ ملکي وګړي وژل شوي

اوکراین کې د وروستیو جګړو لۀ امله ۶۴ ملکي وګړي وژل شوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پر اوکراین د روسیې د برید له پيله تر دې دمه ۲۴۰ ملکي وګړو ته تلفات اوښتي چې له دې ډلې ۶۴ کسه وژل شوي دي.
(2022 / 2 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین په جګړو کې تر دې دمه ۶۴ ملکیان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پر اوکراین د روسیې د برید له پيله تر دې دمه ۲۴۰ ملکي وګړو ته تلفات اوښتي چې له دې ډلې ۶۴ کسه وژل شوي دي.
سرچینه کاږي چې د تلفاتو رښتینې شمېرې ښایي تر دې لوړې وي. روسیې څو ورځې وړاندې پر اوکراین له درېیو لورو برید وکړ.
اوکراین وایي چې روسیې په دې برید کې شاوخوا ۳۵۰۰ اوکرایني عسکر وژلي دي. روسیې په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا نړیوال شنونکي وایي چې د اوکراین شاوخوا کې له روسیې سره د اروپا او متحدینو د کشمکشونو د پراختیا وېره شته ده.






