بایډن: د روسیې پر وړاندې مو دوه لارې درولودې؛ یا به درېیم نړۍوال جنګ پیلاوۀ، یا هم بندیزونه
بایډن: د روسیې پر وړاندې مو دوه لارې درولودې؛ یا به درېیم نړۍوال جنګ پیلاوۀ، یا هم بندیزونه
هغه وویل چې زمونږ د هدفونو نه تر ټولو ستر هدف د هر څه نه مخکې د ناټو او اروپا اتحاد او یو موټي والي ساتل وو. ځکه چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هدف د ناټو سازمان په منځ کې درز رامنځته کول او ټوټه کول وو چې خپل هدف ته ونه رسید.
(2022 / 2 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا ولسمشر جو بایدن وویل چې روسیې پر وړاندې دوه لارې درلودې چې یوه بندیزونه وو او بله دریمه نړۍواله جګړه وه.
بایدن وویل چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل نه وروسته زمونږ تر ټولو د سترو ستراتیژیکو هدفونو نه یو د ناټو سازمان او اروپايي ټولنې اتحاد او یووالی وو چې دې هدف ته ورسیدو.
همداشان د روسیې پر وړاندې مو دوه لارې درلودې چې یوه د بندیزونو لګول وو او دویمه دریمې نړۍوالې جګړې پیلول وو.
بایدن دا څرګندونې د یوتیوب د یو کانال سره په مرکه کې وکړې.
هغه د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په اړه د امریکا د غبرګون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ” د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل نه وروسته زمونږ پر وړاندې دوو انتخابونو شتون درلود چې یو ددې هیواد سره په فریکي جګړه کې ښکیلیدل د دریمې نړۍوالې جګړې پیلول وو او بل بندیزونه وو چې د نړۍوالې جګړې د تهدید د رامنځته کولو نه پرته روسیې ته د جزا ورکولو تر ټولو غوره لاره وه.
پر روسیې چې ټول نړۍوال قوانین يي د خپو لاندې کړي دي ددې ډیر سخت بدل پرې کول وو.”
هغه وویل چې زمونږ د هدفونو نه تر ټولو ستر هدف د هر څه نه مخکې د ناټو او اروپا اتحاد او یو موټي والي ساتل وو. ځکه چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هدف د ناټو سازمان په منځ کې درز رامنځته کول او ټوټه کول وو چې خپل هدف ته ونه رسید.
هغه زیاته کړه چې پر روسیې داسې قوي بندیزونه لګولي چې په لنډ مهاله او اومهاله توګه به پدې هیواد ډیر سخت بدلونه پرې کړي. همداشان دا بندیزونه دوام لري.
بایدن وویل چې د روسیې دې برید اروپا او ناټو اتحاد او یووالی لا پسې پياوړی کړ. واټنونه يي لا پسې ورک کړ.
هغه وویل چې د اوکراین سره به لا زیاتې اقتصادي او وسلو او مهماتو مرستې وشي.