اوکراین: د روسیه هغه ستره ټرانسپورټي الوتکه مو ویشتلې چې روسي سرتېري یې انتقالول 

0
137

 اوکراین: د روسیه هغه ستره ټرانسپورټي الوتکه مو ویشتلې چې روسي سرتېري یې انتقالول 

د اوکراین لوی درستیز ویلي‌ دي‌ چې د روسیې د وسله والو ځواکونو اړوند یوه ټرانسپورتي‌ الوتکه چې روس ځواکونه يي انتقالول د پلازمینې کیف په سویلي‌ برخو کې رانسکوره کړې ده.

(2022 / 2 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اوکراین  د روسیې د یوې سترې ټرانسپورتي‌ الوتکې چې  روس ځواکونه يي انتقالول د ویشتلو نه خبر ورکړی دی.

د اوکراین لوی درستیز ویلي‌ دي‌ چې د روسیې د وسله والو ځواکونو اړوند یوه ټرانسپورتي‌ الوتکه چې روس ځواکونه يي انتقالول د پلازمینې کیف په سویلي‌ برخو کې رانسکوره کړې ده.

د بله پلوه امریکا هم  دا خبر تایید کړی دی.

همداشان په اوکراین کې د رویټرز خبري اژانس څانګې ویلي‌ دي‌ چې په ویشتل شوې روسي‌ الوتکې د ۱۵۰ تنو سرتیرو د انتقال ظرفیت درلود.

Leave a reply