نن د افغانستان ټول دولتي پوهنتونونه بېرته پيل شول

نن د افغانستان ټول دولتي پوهنتونونه بېرته پيل شول
د پوهنتونو محصلینو، خوښي ښودلې چې له اوږده ځنډه وروسته خپلو زده کړو ته بیا دوام ورکوي. دوی وايي چې پوهنتونونو کې د زده کړو د بیا پیل لپاره يې شېبې شمېرلې.
(2022 / 2 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د لوړو زده کړو وزارت له پرېکړې سره سم د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پوهنتونونه پیل شول.
دغه بهیر لومړی له ګرمسېرو سیمو پیل شو چې له نږدې شاوخوا اتو میاشتو وروسته محصلین پوهنتونونو ته وروګرځېدل.
د پوهنتونو محصلینو، خوښي ښودلې چې له اوږده ځنډه وروسته خپلو زده کړو ته بیا دوام ورکوي. دوی وايي چې پوهنتونونو کې د زده کړو د بیا پیل لپاره يې شېبې شمېرلې.
د تېر حکومت له پرځېدو وروسته دولتي پوهنتونونه د زده کړیالانو پر مخ وتړل شول.






