روغتیا وزارت هېواد کې د پولیو واکسین پر کارکوونکو برید غندلی
روغتیا وزارت هېواد کې د پولیو واکسین پر کارکوونکو برید غندلی
سرچینه وايي، چې له دغو پېښو وروسته په تخار او کندوز ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین د نورو بریدونو د مخنیوي او د نورو واکسیناتورانو د خوندیتوب په موخه درول شوی دی.
(2022 / 2 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین پر کارکوونکو برید غندلی او وايي چې حکومت د پولیو ختمولو ته ژمن دی او د پولیو واکسین د لومړۍ کرښې ټولو کار کوونکو ته د امنیت ډاډ ورکوي.
تېره ورځ په کندوز او تخار ولایتونو کې د پولیو واکسین اتو کار کوونکو چې څلور یې ښځې وې د نا پېژندو وسله والو په جلا جلا بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغو اتو کسانو درې نارینه او یوه ښځه د کندوز په ښار کې درې کسان د همدغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې او یو بل بیا د تخار په مرکز تالقانو ښار کې ووژل شول.
د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو دفتر نن د یوې اعلاميې په خپرولو سره دغه بریدونه غندلي او د عاملینو او مجازات غوښتنه یې کړې ده.
سرچینه وايي، چې له دغو پېښو وروسته په تخار او کندوز ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین د نورو بریدونو د مخنیوي او د نورو واکسیناتورانو د خوندیتوب په موخه درول شوی دی.