کندز کې ناڅرګندو وسله والو دوه واکسیناتوران وژلي

د یاد ولایت د اطلاعات او کلتور رییس مطیع الله روحاني وایي چې په دې برید کې یوه ښځه او یو سړی وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې کشفي او امنیتي ځواکونو د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې پیل کړې دي.
(2022 / 2 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې نن مخکې له غرمې ناڅرګندو وسله والو د دغه ولایت د څلورمې ناحیې اړوند چهار تاق سیمه کې دوه واکسیناتوران وژلي دي.
د یاد ولایت د اطلاعات او کلتور رییس مطیع الله روحاني وایي چې په دې برید کې یوه ښځه او یو سړی وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې کشفي او امنیتي ځواکونو د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې پیل کړې دي.
تر اوسه پورې د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.