امریکا کې د چورلکې نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي

سپوټنیک اژانس د امریکا د سمندري ځواکونو د قومندانۍ له قوله ویلي چې د سیکوریکي اس-۶۱ ډوله چورلکه د هاوایي ایالت په کایوایي جزیره کې د پاسیفیک توغندیو پر یوه قرارګاه را غورځېدلې ده چې په پایله کې یې د یادې اډې څلور قراردادیان وژل شوي دي.
(2022 / 2 / 23 نېټه باغې ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا سمندري ځواکونو د دغه هېواد په هاوایي ایالت کې د یوې چورلکې د نسکورېدو خبر ورکړی دی.
سپوټنیک اژانس د امریکا د سمندري ځواکونو د قومندانۍ له قوله ویلي چې د سیکوریکي اس-۶۱ ډوله چورلکه د هاوایي ایالت په کایوایي جزیره کې د پاسیفیک توغندیو پر یوه قرارګاه را غورځېدلې ده چې په پایله کې یې د یادې اډې څلور قراردادیان وژل شوي دي.
د پېښې څرنګوالی تر اوسه مالوم نه دی خو پولیسو د پېښې په اړه د پلټنو خبره کړې ده.