یو شمېر امریکايي وګړو ویلي چې د بېوزله افغانانو پر ځای باید له عربستان غرامت واخلو

0
173

یو شمېر امریکايي وګړو ویلي چې د بېوزله افغانانو پر ځای باید له عربستان غرامت واخلو

د قربانیانو کورنۍ نیوکه کوي، چې د پېښې اصلي مسوولین چې عربان دي امریکایي حکومت ورسره دوستانه اړیکې پالي، خو برعکس د بېوزله افغانانو پر وړاندې بیا داسې غیر عادلانه اقدام کوي او شتمنۍ یې وېشي.

 

(2022 / 2 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سپټمبر د پېښې قربانیانو کورنۍ وایي افغانان پخپله د ترهګرۍ قرباني دي.

د دغه کورنیو ځینو استازو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی د افغانستان پر خلکو مستقیمه ادعا نه لري نو د بايډن حکومت ته په کار نه ده چې د ملکي افغانانو په شتمنیو کې تصرف وکړي.

دوی وایي افغانستان په خپله په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ قرباني دی او د دې جدي اړتیا ده چې له دوی سره مرستې وشي.

د قربانیانو کورنۍ نیوکه کوي، چې د پېښې اصلي مسوولین چې عربان دي امریکایي حکومت ورسره دوستانه اړیکې پالي، خو برعکس د بېوزله افغانانو پر وړاندې بیا داسې غیر عادلانه اقدام کوي او شتمنۍ یې وېشي.

اړوند موضوعات: 

یو شمېر افغان مېرمنې وايي چې بایډن ثابته کړه چې امریکا د باور وړ نه ده

بلخوا تر دې دمه لا امریکايي محکمې د بایډن د هغه فرمان په اړه پرېکړه نه ده کړې چې د افغانانو اووه میلیارده ډالر شتمني یې په دوو برخو ووېشله. د بایډن دا پرېکړه هره ورځ له نوو توندو غبرګونونو سره مخ کېږي.

Leave a reply