ایران او قطر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

0
80

ایران او قطر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

رییسي دغه راز ویلي چې قطر له افغانستان سره ښې اړیکې لري نو له نورو هېوادونو سره په ګډه دې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره هڅې همغږې کړي.

 

(2022 / 2 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي قطر ته تللی او ددغه هېواد له امیر سره یې کتلي دي.

په دې لیدنه کې د نورو اړوند مسایلو تر څنګ تر ډېره د افغانستان پر وضعیت خبرې شوې دي.

رییسي ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید یو ټول شموله حکومت رامنځ ته شي، چې د ولس له منځه راپورته شوی وي او ټول ولس ځان پکې وویني.

بلخوا رییسي ټینګار کوي چې که په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت نه جوړېږي نو ښايي نا امنۍ دوام وکړي او رامنځ ته شوی نسبي ثبات زیانمن کړي.

رییسي دغه راز ویلي چې قطر له افغانستان سره ښې اړیکې لري نو له نورو هېوادونو سره په ګډه دې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره هڅې همغږې کړي.

Leave a reply