ایران کې د پوځي الوتکې سقوط پېښه کې درې کسان وژل شوي

ایران کې د پوځي الوتکې سقوط پېښه کې درې کسان وژل شوي
ایراني چارواکو د الوتکې د نسکورېدو پېښه تایید کړې ده او زیاته کړې یې ده چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله را غورځېدلې ده. راپورونه وایي چې الوتکه یو ښوونځي ته څېرمه رانسکوره شوې ده.
(2022 / 2 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د پوځ یوه جنګي الوتکه رانسکوره شوې ده چې په نتیجه کې یې دوه پيلوټان او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.
ایراني چارواکو د الوتکې د نسکورېدو پېښه تایید کړې ده او زیاته کړې یې ده چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله را غورځېدلې ده. راپورونه وایي چې الوتکه یو ښوونځي ته څېرمه رانسکوره شوې ده.
ایراني چارواکي څرګندوي چې یاده الوتکه په تمریني ماموریت را الوتې وه چې د تخنیکي ستونزو له امله را نسکوره شوې ده. د چارواکو په خبره د پېښې د لا روښانتیا په موخه یې څېړنې پیل کړې دي.





