ازبکستان پلاوي د تورخم په پوله د پاکستان کسټم هاوس پلاوي سره

0
136

نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله نن د ګل په ورځ لندی کوتل تورخم بارډر اډيشنل کلکټر محمد طيب پاکستان کسټم هاوس په مشرۍ کې د پاکستاني پلاوي په تورخم ګمرک سټيشن کې د ازبکستان له يوه پلاوي سره وکتل، په دې کتنه کې د پاکستان او ازبکستان په دوه اړخیز تجارت ټینګار وشو.

د ملاقات په مهال دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه تجارت د ودې لپاره په ګډه كار كولو اتفاق وشو.
په دې موقع په پاکستان کې د ازبکستان سفارتکار،ورسره د سفارت نور اهلکار او ډپټي کلیکټر پاکستان کسټم هاوس(تورخم) امانت خان او نور اړوند افسران او چارواکي هم موجود وو.

د یادونې ده چې نن سبا په افغانستان کې د بانکي نظام متاثره کیدو له وجهې د پاکستان او افغانستان تجارت ډیر بد متاثره شوي دي ځکه نن سبا په افغانستان کې زیات بانکونه تړل شوي دي او د افغانستان اثاثې د امریکا له اړخه تړل شوي دي چې له وجهې ی افغانستان کې مالي ستونزې مخې ته راغلي دي او د افغانستان د اقتصاد او نورې بیلابیلې څانګو باندې بده اغیزه شوې ده.

Leave a reply