د اوکراین مسئلې پۀ اړه؛ ښایي پوتین او بایډن ډېر ژر سره وګوري

0
181

د اوکراین مسئلې پۀ اړه؛ ښایي پوتین او بایډن ډېر ژر سره وګوري

دا پرمختګ د غربي هېوادونو د هغه ادعا پر مهال کېږي چې وایي روسیه پر اوکراین برید ته په بشپړه توګه نږدې شوې ده، خو مسکو دا ادعاوې بې بنسټه بولي.

 

(2022 / 2 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین د کړکېچ له پراختیا سره هممهاله ټاکل شوې چې بایډن او پوتین سره وګوري.

د راپورونو له مخې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ددې لیدنې د ترسره کېدو لپاره هلې ځلې کړې دي.

نن د فرانسې ولسمشر له پوتین سره شاوخوا درې نیم ساعته تلیفوني مذاکرات لرل او تر هغه وروسته یې له بایډن سره اړیکه نیولې ده.

سپینه ماڼۍ وایي بایډن په مشروط ډول له پوتین سره لیدنې ته تیار دی، خو شرط دا دی چې روسیه به پر اوکراین برید نه کوي.

ټاکل شوې چې د دې لیدنې نور جزیات د فرانسې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په لیدنه کې واضح شي.

اړوند موضوعات: 

جي-۷ هېوادونو د اوکراین وروستي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده

دا پرمختګ د غربي هېوادونو د هغه ادعا پر مهال کېږي چې وایي روسیه پر اوکراین برید ته په بشپړه توګه نږدې شوې ده، خو مسکو دا ادعاوې بې بنسټه بولي.

Leave a reply