ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې شاوخوا ۹۵ سلنه وګړي دمګړی کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

0
162

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې شاوخوا ۹۵ سلنه وګړي دمګړی کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

ملګري ملتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ډېر ژر په لندن کې د ملګرو ملتونو او برېټانیا په کوربه توب افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د راټولولو په موخه کنفرانس جوړ شي.

 

(2022 / 2 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې بېوزلي لا له مخې خپره شوې وه، خو اوس لوړه سلنه افغانان له خورا سختې لوږې سره مخ دي.

سرچینه وایي چې په افغانستان کې شاوخوا ۹۵ سلنه وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او دا سلنه مخ پر لوړېدو ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د لوږې او بېوزلۍ له امله په افغانستان کې بشري ناورین نور هم رېښې ځغلوي او د نړیوالو بې پروايي په دې برخه کې د زغم وړ نه ده.

ملګري ملتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ډېر ژر په لندن کې د ملګرو ملتونو او برېټانیا په کوربه توب افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د راټولولو په موخه کنفرانس جوړ شي.

اړوند موضوعات: 

د خوړو نړۍوال پروګرام مشرې لۀ نړۍوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان ته د نغدي مرستو انتقال ته دوام ورکړي 

په دې کنفرانس کې به د افغانستان د مدني ټولنې استازي هم ګډون کوي.

Leave a reply