سي آی اې: د روسیې ولسمشر خپل پوځ ته پۀ اوکراین د برید امر کړی دی

سي آی اې: د روسیې ولسمشر خپل پوځ ته پۀ اوکراین د برید امر کړی دی
همداشان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د یکشنبې په ورځ د سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې ددې خبرې په ټینکار وویل چې په سیمه کې د روسیې فعالیتونه د یو حقیقي اشغال د پيلولو ښکارندويي کوي.
(2022 / 2 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا متحده ایالتونو استخباراتو ادعاء کړې ده چې داسې معلومات يي ترلاسه کړي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې د پوځ قومندانانو پر اوکراین د برید امر ورکړی دی.
پداسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځه تاوتریخوالی د هرې شیبې په تیریدو لا زیات مخ په خرابیدو دی د امریکا استخباراتو د رسنیو سره یو ډیر مهمه ادعاء شریکه کړې ده .
د واشنګټن پوست ورځپاڼې او د سي ان ان تلویزیون د امریکايي مقاماتو له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې ، د امریکا استخباراتو داسې معلوماتو ترلاسه کړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر د پوځ قومندانانو ته پر اوکراین د برید کولو امر ورکړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې دا معلومات تیره اونۍ د امریکا د استخباراتو لاس ته ورغلي دي چې د همدې استخباراتو له مخې ولسمشر بایدن او بهرنیو چارو وزیر بلینکن پوتین اوکراین اشغالوي په اړه څرګندونې کړي دي.
همداشان ځیني شننونکو پدې اند دي کیدای شي چې روسیه ددې ډول ناسمو معلوماتو د خپرولو سره د نورو اعتماد او باور له منځه یوسي.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د تیرې جمعې په ورځ وویل چې پوره قناعت يي حاصل شوی دی چې د روسیې ولسمشر پوتین د اوکراین د اشغالولو پریکړه کړې ده.
اړوند موضوعات:
هغه ویلي وو چې د روسیې پوځ به کیف اشغال کړي.