روان بشري ناورین تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان زیانمنوي

روان بشري ناورین تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان زیانمنوي
سرچینه وایي ژر تر ژره ددې اړتیا ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي، د بشري ناورین مخنیوی وشي او له افغانانو سره د بېوزلۍ او لوږې په له منځه وړلو کې مرسته وشي.
(2022 / 2 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان بشري ناورین تر ټولو ډېر ښځو او ماشومانو ته زیان اړوي.
اېنډېپېنډنټ برېټانوۍ ورځپاڼې په افغانستان کې روانې بېوزلۍ او بشري وضعیت ته کتنه کړې ده.
د دغه ورځپاڼې خبریالانو ویلي چې په وروستیو کې یې د افغانستان بېلو برخو ته سفرونه کړي او دا معلومه شوې چې په دغه هېواد کې ښځې او ماشومان له روان بشري ناورین تر ټولو ډېر زیانمنېږي.
سرچینه وایي دمګړی ماشومان او مېرمنې اړینو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، لوږه مخ په پراختیا ده او په ډېری اداراتو کې ښځينه کارکوونکې بې روزګاره شوې دي.
سرچینه وایي ژر تر ژره ددې اړتیا ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي، د بشري ناورین مخنیوی وشي او له افغانانو سره د بېوزلۍ او لوږې په له منځه وړلو کې مرسته وشي.





