حمدالله محب: د اشرف غني افغانستان ته د تګ اوازې بې بنسټه دي 

0
113

حمدالله محب: د اشرف غني افغانستان ته د تګ اوازې بې بنسټه دي 

د یادونې ده چې افغانستان ته اشرف غني د ستنېدو راپورونه وروسته له هغې خپاره شول، چې د سولې په چارو کې د حکومت پخوانی وزیر عبدالسلام رحیمي کابل ته ستون شو.

 

(2022 / 2 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له په متحده عربي اماراتو کې د پخواني ولسمشر اشرف غني سره لیدلي دي.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼې لیکلي، چې کابل ته د اشرف غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي.

محب پرون یک‌شنبه ناوخته له پخواني ولسمشر سره د یوه تازه ګډ عکس په خپرولو سره لیکلي:

“ولسمشر غني تل د افغانانو لپاره پر یوې داسې تلپاتې سولې باورمند او ورته ژمن دی چې ارزښتونه پکې تر پښو لاندې نه شي.”

هغه زیاته کړې، ولسمشر غني اوس هم د ولس د خیر لپاره په داسې اساسي بحث ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړو استازیتوب په کې وي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې په دې وروستیو کې افغانستان ته د پخواني ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې خپرې شوې وې.

څو ورځې دمخه هم د ښاغلي غني ورو حشمت غني له ډویچې ویلې سره په مرکه کې په دې اړه ځینې څرګندونې کړې وې.

نوموړي ویلي وو، که افغانستان ته د اشرف غني ستنېدل ګټور تمامېږي، نو نوموړی ستنېدو ته چمتو دی.

حشمت غني په دې وروستیو کې په متحده عرب امارتو کې له ښاغلي غني سره کتلي او دا څرګندونې یې تر هغې وروسته کړې وې.

د یادونې ده چې افغانستان ته اشرف غني د ستنېدو راپورونه وروسته له هغې خپاره شول، چې د سولې په چارو کې د حکومت پخوانی وزیر عبدالسلام رحیمي کابل ته ستون شو.

ولسمشر غني د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو راتګ سره هم‌مهاله له افغانستان ووت او اماراتو ته ولاړ.

Leave a reply