اپوزیشن پارټیو مشران د خپل ذاتي مقصد لپاره راغونډ شوي دي: قریشي

0
138

باغي ټي وي رپورټ
د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مرستیال مشر مخدوم شاه محمود قریشي د یکشنبې په ورځ وویل چې د اپوزیسیون ګوندونو لخوا د عدم اعتماد وړاندیز وړاندې کولو اعلان د
یو بلې معاملې او خپل ذاتي مقصد لپاره کوي.
ده ووئيل چې د پي ټي آئي قانون سازان او په پارليمنټ كښې د هغوي متحدين به په ګډه د اپوزيشن مشرانو لخوا د احتساب نه د بچ كولو دغسې هڅې شنډ كړي۔
په خپل ټویټر پانړه قریشي ټویټ کړې دې چې د عدم اعتماد وړاندیز وړاندې کولو اعلان د یوې نوې معاملې لپاره ی کړي دې.
هغه زیاته کړې چې د پي ټي آئي پارليماني غړي او زمونږ متحدين به په ګډه د احتساب نه د بچ کولو کوششونه مات کړي، هغه وایی چې لکه څنګه چې وزیر اعظم عمران خان په دوامداره توګه وایی چې د این آر او ورکولو هیڅ کوم امکان نشته او دا امکان صفر دې.

Leave a reply