حکومت په هیواد کې آیی ټي څانګې ته ځانګړې پاملرنه کوي: ډاکټر عارف علوي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي په زده کوونکو غږ کړې دې چې دوی دې په زده کړو پام وکړي، ډیر محنت دې وکړي ځکه ددوې راتلونکې د ډیر محنت سره تړلې دې، هغه اوویل چې آیی ټی په څانګه کې ځوانان یو شمیر موقعې لري.
ده دا خبرې د اتوار په ورځ صدر ډاکتر عارف علوي په نېشنل سټېډيم كښې د سېلاني وېلفيئر انټرنېشنل ټرسټ تر سيوري لاندې د صدارتي اقدام مصنوعي ذهانت او كمپيوټنګ ګرېنډ انټري ټېسټ 2022م ته د وېنا كولو په مهال وكړې.
صدر مملكت ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې د آئي ټي په څانګه كښې د مهارت لرونكو 8 كروړه خلقو ضرورت دے. ده ووئيل چې تاسو به د ملازمت نه بلكې د انټر پرېنورشپ موقعې ولرئ.
صدر اوویل چې حكومت د آئي ټي څانګې سره هر ډول مرسته كوي او دې سیکټر ته ی ځاص پام ورګرځولې دې چې دې سیکټر ته وده ورکړي.
هغه زیاته کړه چې د دې څانګې پرمختګ لپاره قوانين جوړ كړے شوي دي. ډاكټر عارف علوي ووئيل چې حكومت د ډېجيټل سكل پروګرام پشان يو شمېر پروګرامونه پېل كړي دي كوم چې مفت دي او د آن لائن كلاسونو د لارې د آئي ټي تعليم وركوي.نوموړی اوویل چې چې د زرګونو په شمېر زده كوونكو د دې پروګرام څخه استفاده كړې ده او دغه زده کوونکو وس په ډالرو كښې ګټه كوي.





