په اسلام کې د ښځو پرده(حجاب اغوستل) فرض دي: زایره وسیم، هندي هنرمنده

باغی ټي وي رپورټ
د بالي وډ پخوانۍ اداکارې زایره وسیم په هند کې د حجاب پر وروستیو جنجالونو توند غبرګون ښودلی دی.
زایره وسیم په ټولنیزو رسنیو کې یو پیغام خپور کړی چې ویلي یې دي، په اسلام کې حجاب اغوستل یا نه اغوستل د چا شخصي انتخاب نه دی بلکې دا یو فرض دی، کله چې یوه ښځه حجاب اغوندي نو د دې معنی دا ده چې هغه د رب د احکامو اطاعت کوي او خپل ځان ی الله ته سپارلی دې.
پخوانۍ اداکارې د خپل مثال په ورکولو سره وویل چې د یوې میرمنې په توګه چې په مینه او عاجزۍ سره حجاب اغوندي، هغه د ټول سیسټم مخالفت کوي چیرې چې میرمنې یوازې د دوی د مذهبي تړاو له امله د حجاب اغوستلو لپاره ځورول کیږي.
د یادونې ده چګې په دې لنډو ورځو کې په هند کې د هندي توندروو او ترهګرې ډلې آر ایس ایس له ډلې حجاب کولو په ضد سخت ګام اخستل شوي دې او په نجونو زده کوونکو باندې بندیز لګول شوي دې چې دوی دې پرده نه کوي او ښوونځیو او کالجونو کې د حجاب نه نه اغوندي، په کرناټک ایالت کې د یوې زده کوونکي مسکان په ضد هم د ار ایس ایس ډلې غړیو نعر ې اووهلې چې حجاب نه په سر کوي ولې مسکان ددوی په وړاندې د الله اکبر نعرې اووهلې.





