د نړۍ یو بل ډیر لوی مالی فساد مخې ته راغلې دې

0
116

باغی ټي وي رپورټ
په ټوله نړۍ کې یو بل لوی مالي فساد په اړه معلومات او خبرونه خپاره شوي دي.

آرگنائزډ کرائم اینډ کرپشن رپورټنګ پروجیکټ (او سي آر پي) په بنک اکاونټونو کښې د 100 اربه ډالرو نه زیات تفصیلات جاري کړي دي.

د OCCRP لخوا خپاره شوي تحقیقاتي راپورونو کې د نړۍ په کچه د فاسدو سیاستوالو او دیکتاتورانو د سویس بانکي حسابونو توضیحات شامل دي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق په دې کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مجرمینو او جاسوسانو د سویس بانکي حسابونو او د ټولټال 18,000 بانکي حسابونو توضیحات هم شامل دي.

په دغو اکاونټونو کې د پیسو ارزښت ۱۰۰ میلیارده ډالره دی او په پاکستانۍ روپیو کې ددې رقم ۱۷۶۰۰ میلیارده روپیو برابر دې.
…………………..

Leave a reply