د تېر او اوسني نظام؛ معیوبینو ته د برېښنایي ویلچرونو د وېش لړۍ پیل شوه

د تېر او اوسني نظام؛ معیوبینو ته د برېښنایي ویلچرونو د وېش لړۍ پیل شوه
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د دفاع وزارت د روغتیا څانګې مرستیال عبدالولي احمدزي ویلي چې دا مرسته به په بې پرې او عادلانه توګه د تېر او اوسني نظام پر معیبونو ووېشتل شي.
(2022 / 2 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د شهید سردار محمد داود خان په رغتون کې د تېر او اوسني نظام معیوبینو ته د برېښنایي ویلچرونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
دا ویلچرونه د ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو په مالي ملاتړ چمتو شوي دي.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د دفاع وزارت د روغتیا څانګې مرستیال عبدالولي احمدزي ویلي چې دا مرسته به په بې پرې او عادلانه توګه د تېر او اوسني نظام پر معیبونو ووېشتل شي.
هغه دغه راز له هېواده پر وتلیو نظامي ډاکترانو او نورو هېوادوالو یې غږ کړی دی چې بېرته افغانستان ته راوګرځي او د هېواد ابادۍ او سوکالۍ کې خپله ونډه واخلي.






