پوهنې وزارت ویلي چې ژر به د نجونو او هلکانو ښوونځي بېرته پرانیستل شي

0
92

پوهنې وزارت ویلي چې ژر به د نجونو او هلکانو ښوونځي بېرته پرانیستل شي

د یاد وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي چې پوهنې وزارت د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په برخه کې جدي دی او ټول زده کوونکي به په یو ډول له تعلیمي نصاب څخه برخمن شي.

 

(2022 / 2 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پوهنې وزارت وایي چې ډېر ژر به د نجونو او هلکانو ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بېرته پرانیستل شي.

د یاد وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي چې پوهنې وزارت د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په برخه کې جدي دی او ټول زده کوونکي به په یو ډول له تعلیمي نصاب څخه برخمن شي.

ریان زیاته کړې ده چې دا وزارت د تعلیمي نصاب د بدلون هیڅ ډول پلان نه لري خو په راتلونکو کلونو کې به پر دې موضوع باندې کار وکړي.

د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي او دې چارې ټول افغانان له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي.

Leave a reply