عرب نیوز: له افغانستان سره مرسته د غرب اخلاقي مسوولیت دی
عرب نیوز: له افغانستان سره مرسته د غرب اخلاقي مسوولیت دی
سرچینه کاږي امریکا په تېر شل کلن حضور نه یوازې دا چې افغانستان ته اقتصادي پرمختګ را نه وست، بلکې برعکس په دغه هېواد کې یې میلیونونه وګړي له لوږې او بېوزلۍ سره مخ کړي دي.
(2022 / 2 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د عرب نیوز ورځپاڼې لیکوال ډاکټر عظیم ابراهیمي چې د افغانستان او سیمې مسایل څاري، په یوه تحلیل کې لیکلي چې غربیانو په تېرو شلو کلونو کې افغانانو ته د بیا رغونې او پرمختګ په اړه خورا غوړې وعدې ورکړې خو په پای کې یې عمل ورباندې و نه کړ.
هغه وایي دمګړی په افغانستان کې تر ۲۲ میلیونو پورې وګړي لومړنیو خوراکي توکو او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دا پخپله دا ثابتوي چې بهرنیانو څومره له دغه هېواد سره ظلم او ناروا کړې ده.
په مطلب کې وړاندې راځي اوس چې امریکايي ځواکونه او نور غربیان له دغه هېواد وتلي، دوی ته په کار ده چې د بشردوستانه مرستو لپاره خپل اخلاقي مسوولیت ادا کړي او لږ تر لږه ددغه هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګامونه اوچت کړي.
سرچینه کاږي امریکا په تېر شل کلن حضور نه یوازې دا چې افغانستان ته اقتصادي پرمختګ را نه وست، بلکې برعکس په دغه هېواد کې یې میلیونونه وګړي له لوږې او بېوزلۍ سره مخ کړي دي.