روان بشري ناورین؛ د سیمې او نړۍ امنیت ته خطرونه جوړوي

0
109

روان بشري ناورین؛ د سیمې او نړۍ امنیت ته خطرونه جوړوي

دوی وایي چې لوږه، کمزوری اقتصاد، کډوالي او دې ته ورته مسئله پخپله د ناامنیو او بې ثباتیو له پراختیا سره مرسته کوي چې له همدې امله باید نړیوال په افغانستان کې د بشري ناورین د ختمولو لپاره لاس په کار شي او خپل مسوولیت ادا کړي.

(2022 / 2 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې روان انساني ناورین د سیمې او نړۍ امنیت ته خطرونه جوړولی شي.

ډوېچوېلې انګلیسي برخې د افغانستان په اړه له ځینو نړیوالو تحلیلګرانو سره خبرې کړې دي او دوی ټینګار کړی چې نړۍ باید د امنیت او سیمه ییزې سولې لپاره په افغانستان کې د روان بشري ناورین مخنیوی وکړي.

دوی وایي نړیواله ټولنه دمګړی پر اوکراین بوخته ده او ددې هېواد په اړه د یووالي او اتحاد کنفرانسونه جوړوي، خو که په دې منځ کې افغانستان هېر شي نو ستر بشري ناورین به ټولې نړۍ ته ګواښونه جوړ کړي.

Leave a reply