سعودي عربستان وايی چې که ایران خپل چلند بدل کړي خبرې ورسره پیلوو
سعودي عربستان همدا راز ټینګار کړی چې که د نړۍ او ایران ترمنځ اټومي تړون رامنځ ته کېږي نو دا باید ایران ته د یوه نوي پیل په مانا وي چې په سیمه کې خپل چلند بدل کړي او له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو د لرلو لپاره هڅه وکړي.
(2022 / 2 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سعودي عربستان وایي لا هم له ایران سره مذاکراتو ته لېواله دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وایي که ایران په سیمه کې خپل چلند بدل کړي نو دوی تیار دي چې د مذاکراتو پنځم پړاو ورسره پيل کړي.
سعودي عربستان وایي دوی په دې باور دي چې په سیمه کې ټولې مسئلې باید د خبرو له لارې حل شي او ایران ته په کار ده چې د سیمې د هېوادونو امنیتي اندېښنو ته ځواب ووايي.

Leave a Reply