د افغانستان کنګل شوو شتمنیو په اړه قطر کې مهمه غونډه شوې

0
291

نصیب شاه شینواري
د افغانستان اسلام امارت دبهرنیو چارو سرپرست وزیرمولوي امیر خان متقي په مشري کې یو لوړ پوړې ه پلاوي غړیو دقطر په مرکزدوحه کې د ۱۶ اروپایې هیوادو له سفیرانو سره یوه مهمه غونډه کړې او د افغانستان کنګل شوو شتمنیو او نن سبا په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري بحران په اړه ی ورسره ټینګار کړې دې.

د افغانستان اسلام امارت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پانړه دا خبر خپور کړې چې په دې مهمه غونډه کې د اسلام امارت پلاوي دافغانستان په بشري اواقتصادي وضعیت، بشري حقوقو، بشري مرستو، سیاسي روابطو، تعلیمي اواجتماعي چارو، دښوونکو په اړه ستونزو،ددوی معاشونو او شمیر نور مهمه موضوعاتو خبرې کړي دي.
نوموړي په بیان کې زیاتوي چې د غونډې ټولو برخوالو دا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د افغان اولس د خیر ښیګړې لپاره هره ممکنه هڅه کوي او په غونډه کې ګډون کوونکو زیاته کړه چې چې نړیواله ټولنه اماده ده تر څو د بشري مرستو په برخه کې مؤثرګامونه واخلي.

د اسلامي امارت پلاوي غړیو او مشرانو د غونډې د برخوالو د ځینو امنیتي اندېښنوپه تړاو ډاډ ور کړ چې حکومت یې هیچاته اجازه نه ورکوي چي افغان خاوره د چا په ضرر استعمال کړي.
په ټویټ کې مجاهد وایی چې همدا راز د لګېدلو بندیزونو، کنګل شویو پیسو او په دې اړه د امریکايي ولسمشر د وروستي اقدام په اړه هم بحثونه وشول، په ټویټ کې زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزیر متقي په دې موقع اوویل چې افغانستان حکومت ته دا په هیڅ کوم صورت کې د امریکا دا کار د منلو وړ نه دې چې د افغانستان پیسې او شتمنې د بشري مرستو په څانګه کې خرچ شي.
د امریکا شارژ دافیر جان جانسن د وضاحت په ډول وویل؛ د کنګل شویو پيسو د تقسیم په اړه د جمهور ریس بایډن خبره په رسنیو کې غلطه تعبیر شوې او په یوه میکانیزم کار روان دی چي احتمال لري د یادو پیسو یوه برخه د افغانستان بانک په اختیار کي ور کړل شي چي د خپلي پشتیباني په ډول استفاده ځیني وکړي.

دا غونډه کې په پای کې ډیره موثره او د اړیکو جوړیدو لپاره ډیره یوه ښه وسیله اوبلل شوه او د غونډې ګډون والو له لوري غوښتنې وشوې چې داسې غونډې دې په راتلونکي وخت کې هم دوام وکړي.
د یادونې ده چې په قطر کې دا غونډه په داسې وخت کې شوې چې په افغانستان ځای خلقو او حکومت ته په خپله هم یو شمیر مالي ستونزې را مخې ته شوي دي، د افغانستان نه داسې رپورټونه په رسنیو کې خپریږي چې د ځایی خلقو مالي حالت هم ډیر خراب شوې دې، د پاکستان او نورو ګاونډی هیوادونو سره هم د افغانستان دوه اړخیز تجارت ډیر بد متاثره شوې دې ځکه چې دلته زیات بانکونو نه تړل شوي دي او د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو په وجه خو ملکی معیشت د لا زیات ستونزو سره مخ شو ې دې، د وزارتونو او یو شمیر نورو ریاستي ادارو اهلکار د معاشونو څخه بې برخې دي چې له وجهې ی افغان کورنې سختو مالي مشکلاتو سره مخ دي، د ځایی اولس او سوداګرو مطابق که څه هم یو شمیر تجارتی مرکزونه خلا ص دي خو بیا هم یو شمیر لوی تجارتي مرکزونو په دې هیواد کې د بانکي سسټم د تړلو له وجهې تړلي دي ځکه نن سبا د پیسو ټوله راکړه او ورکړه په آن لاین بانکي سسټم ده د افغانستان د کنګل شوو پیسو له وجهې مرکزي او نور بانکونه غیر فعال دي.
د افغانستان اولس له اړخه او سوداګرو له لوري هم بیا بیا دا غوښتنې شوي دي چې د افغانستان شتمنې چې ۹.۵۰ ملیارده ډالر دي ،دا شتمنې د افغانستان حق دې او دا پیسې دې افغانستان ته ورکړل شي چې په دې هیواد کې د انساني بحران مخه ونیول شي او د افغانستان کمزوري او راغورځیدلي اقتصاد ته بیا وده ورکړل شي.

Leave a reply