افغانستان کې انساني بحران او پولیو د منځه وړلو لپاره عمران خان د بل ګیټس پام راګرځولې

0
159

باغي ټي وي رپورټ
لومړي وزیر عمران خان نن د پنجشنبې په ورځ په پایه تخت اسلام آباد کې د نړۍ یو مشهور شخصیت ،د بل اینډ ملینډا فاونډیشن مشر بل ګیټس سره په یوه مهمه غونډه کې د پولیو له منځه وړلو لپاره د پاکستان د ژمنې په څرګندولو سره وویل چې افغانستان د هیواد په دوو سرحدي ولایتونو کې د پولیو د پیښو اصلي سرچینه ده او د روغتیا بیړني حالت په ګډون افغانستا کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره بیړني نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري. .
ګیټس سره د خبرو اترو په مهال عمران خان اوویل چې پاکستان د هغو ٤٠ ميليونو افغانانو لپاره چې اساسي اسانتياوو ته اړتيا لري، پوره مرسته کوي.
له دې وړاندې ټاسک فورس ته اوویل شو چې پاکستان کې دپوليو دمخنيوي يو کال بشپړ شوى دى چې یو د پولیو مثبته پیښه هم نه ده ثبت شوې خو د خيبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې په جنوبي ضلعو کې د چاپيريال په نمونو کې دغه وایرس موندل شوې دې.

Leave a reply