امریکا او ناټو وايي داسې نښې نښانې شته چې روسیې لۀ اوکراین څخه خپل ځواکونه پۀ شا کړي
هغه وایي د دوی معلومات ښيي چې روسیې نور سرتېري هم سیمې ته لېږلي او ځان برید ته تیاروي. بلخوا روسیې بیا د غربي هېوادونو پر څرګندونو ملنډې وهلې او وایي، تاسې ولیدل چې چهارشنبه هم تېره شوه، خو روسیې پر اوکراین برید و نه کړ.
(2022 / 2 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا او ناټو وايي هېڅ داسې نښه نښانه نشته چې وښيي روسیې خپل سرتېري د اوکراین له پولو په شا کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي، پوتین خپلو سرتېرو ته د شاتګ او اډو ته د ګرځېدو ویلي، خو تر دې دمه دا اقدام نه دی ترسره شوی.
هغه وایي د دوی معلومات ښيي چې روسیې نور سرتېري هم سیمې ته لېږلي او ځان برید ته تیاروي. بلخوا روسیې بیا د غربي هېوادونو پر څرګندونو ملنډې وهلې او وایي، تاسې ولیدل چې چهارشنبه هم تېره شوه، خو روسیې پر اوکراین برید و نه کړ.
روسیه وایي نړۍ باید پوه شي چې امریکا او نور غربي هېوادونه د روسیې پر وړاندې له څومره ناسمو تبلیغاتو استفاده کوي.










Leave a Reply