افغان اولس ته په تورخم پوله د ژمي او ساړه څخه د حفاظت لپاره بشري مرستې ولیږل شوې

نصیب شاه شینواري
په تورخم پوله د الخدمت فاونډیشن او پاک افغان فورم چارواکو د افغانستان اولس به بشري مرستې ولیږلې.
دپاك افغان همکارۍ ټولنې چيئرمېن حبيب الله ، تحصیلدار تورخم غنچه ګل مهمند الخدمت فاونډیشن او د جماعت اسلامي مشر مقتدر شاه آفریدي او مراد حسین افریدي افغان چارواکو ته بشري مرستې وسپارلې، په دې مرستو کې د ژمې لپاره کمبلي او نور ضروري سامان وو.
په دې موقع افغان چاوراکي هم موجود وو او دوی د پاکستان ، پاکستان اولس او د پاکستان مرستندویه تنظیمونه شکریه اده کړه چې په دې سخت وخت کې افغان اولس سره مرستې کوي.
…………………………..





