جمرود کې یو انتظامی افسر په درناوي کې دستوره ترسره شوې

باغی ټي وي رپورټ
ملک بسم الله خان آفريدي په حجره کښي اسسټنټ کمشنر ضلع خیبر تحصیل جمرود جواد علي او تحصيلدار جمرود مظهر ته د الوداع دستوره اوشوه۔
په دې مراسمو کې ګڼ شمېر قومي مشرانو ګډون وکړو.
په دستوره كښې ملک حاجي سليم کټياخېل او ملك سردار اعظم آفريدي كمشنر ته روايتي لنګۍ د ډالۍ په توګه ور په سر کړه حاجي حميد اسسټنټ كمشنر او تحصيلدار ته د قرآن كريم تحفې وركړې.
غونډې ته په وينا کې ملک بسم الله خان آفريدي او نورو مشرانو اوويل چې اسسټنټ کمشنر جمرود جواد علي او تحصيلدار مظهر جمرود کښې غوره خدمات سرته رسولي او د علاقائي خلقو ستونزو د هوارولو لپاره ی ښه رول لوبولې دې.





