برېښنا شرکت: په ټول هېواد کې یې د برېښنا د عوایدو راټولولو لپاره هڅې چټکې کړي دي

په خبرپاڼه کې د برېښنا د رییس له قوله ویل شوي دي چې ډېرو ولایتونو کې د برېښنا د عوایدو راټولولو بهیر له ټاکل شویو موخو سره برابر روان نه دی او باید په دې برخه کې هڅې ډېرې شي.
(2022 / 2 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د دې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د برېښنا شرکت د رییس قاري محمد امین او د دې شرکت د ولایتي رییسانو په انلاین غونډه کې دا پرېکړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې د برېښنا د رییس له قوله ویل شوي دي چې ډېرو ولایتونو کې د برېښنا د عوایدو راټولولو بهیر له ټاکل شویو موخو سره برابر روان نه دی او باید په دې برخه کې هڅې ډېرې شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د اوسنۍ برېښنا ډېره برخه وارداتي ده او د دې برېښنا د پیسو ورکړه د عوایدو په راټولولو پورې اړه لري.